انصار:(د تله ۱۱ مه)، د یو شمېر سیاسي شنونکو او استادانو له خوا حکومت ته د لویې جرګې د جوړېدو طرحه سپارل شوې ده.
دا طرحه د تېرې پنجشنبې په ورځ د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر سراج الدین حقاني ته د هغې لیدنې پر مهال سپارل شوې چې له سیاسي شنونکو، لیکوالو او مدني فعالانو سره یې درلوده.
د دې ناستې ګډونوال او د سیاسي چارو شنونکي جاوېد مومند کلید راډیو ته وویل چې په دې لیدنه کې یې ګڼ موضوعات او ستونزې له سراج الدین حقاني سره شرېکې کړې دي.
هغه زیاته کړه، د غونډې د ګډونوالو له خوا لومړی د نجونو د زده کړو مسله او همدارنګه د ځوانانو د بې کارۍ ستونزه شرېکه او ورپسې د لویې جرګې جوړېدو طرحه هم د کورنیو چارو وزارت سرپرست ته وړاندې شوه.
« د لویې جرګې په اړه مو هم بحث وکړ او سراج الدین حقاني ته مو په دې اړه یوه طرحه هم وسپارله. که په اوسنيو شرایطو کې یوه لویه او عنعنوي جرګه را وبلل شي او د ښځو په ګډون ټول خلک په کې برخه ولري، ډېری مسایل به مو حل شي. حقاني هم وویل، هغه مسایل چې زموږ له دین او مذهب خلاف نه وي، هڅه کوو چې دا ډول مسایل حل شي.»
په دې لیدنه کې د سیاسي چارو بل شونکي حميدالله هوتک د هېواد بېلابېلو سیمو ته د سراج الدین حقاني په ګډون، د چارواکو سفرونه د ملي او سیاسي همغږۍ د روحیې پياوړتیا لپاره ګټور بولي.
نوموړی هم د لویې جرګې د طرحې وړاندې کولو خبره مني او زیاتوي چې په اوسنيو شرایطو کې د ستونزو حل ګټوره لاره د لویې جرګې رابلل دي.
« ټوله جغرافیه او سیاسي واک د اسلامي امارت په لاس کې دی او ښه به دا وي چې لویه جرګه راوبلل شي او پر اوسنيو ستونزه بحثونه وشي. د افغانستان له ولس سره د حکومت او اساسي قانون جوړولو خبرې وشي. موږ له حقاني څخه د لویې جرګې غوښته کړې.»
خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې په دې اړه له ده سره معلومات نه دي شریک شوي.
د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم دغو سیاسي شنونکو د طالبانو حکومت له یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو سره هم د شته ستونزو د حل لپاره د لویې جرګې د جوړېدو وړاندیزونه شریک کړي دي.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/27427